امنیت

په کمزوري منطق سره نه شي کيداى دسولى په لټه کې شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
طالبانو او ډار اچوونکې ډلې دخلکو دوژلو او ناامنه کولو سره هيله لرى دسولې په خبرو کې په غوره دريځ سره خبرې وکړي.
وژل ،سوځول تباهي او دهيواد ويجاړول اياکيداى شي غوره دريځ وبلل شي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: په دغه شان کمزروى او ټيټ منطق سره که چيرې دغه ډلې غواړي دهيواد په راتلوونکي کې ونډه واخلي ملت به ورسره دغه جوړه ونه کړي ځکه دافغانستان خلک په دې پوهيږى الهي قانون دانسان ژوند ته زيات ارزښت ورکوي خو هغه کسان چې داسلام په نامه ، په ماين ښخولو، ځانمرګو بريدونو او چاودنو سره خلک وژنى يواځې غواړي داسلام له مقدس دين څخه د ځان او دخپلو ملاتړو تشو هدفونو ته درسيدو په خاطر استفاده وکړي .
په کابل او پاکستان کې دځانمرګو بريدونو ترسره کول يو په پوهنتون او بل يې په کابل کې د طلوع ټلويزيون دکارکوونکو دسپرلي په موټر ددغه حقيقت ښکارندوى دى چې جګړه ،وژل ،ويجاړول او دهيواد ورانول د ډار اچوونکو اساسى هدفونه دي. .
په دغه شان شرايطو او حالاتو کې له طالبانو سره به دخبرو پيل د طالبانو د دښمنو او ډار اچوونکو ډلو سره په کوم محور خبرې وشي ځکه خلک پوښتنه کوي هرکله چې دسولې او خبرو خبره رامنځته شي ډار اچوونکي خپلو بريدونو ته زور ورکوي ، زيات خلک يې وژلي دي ، زياتې ويجاړى يې کړي دي او زيات سوځونه يې کړې ده، ايا دغه جنايتونه دسولې يوه توښه ده اويا د جګړې سختوالى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته