امنیت

څه د پاسه سل تنه په نايجرياکې ووژل شول

ابوجا-بى بى سي- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د نايجريا په جوس ښارکې د دوو سختو چاودنو له امله يوسلو اتلس تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
يو بم د ښار په ګڼ ميشت بازارکې او بل يې روغتون ته څېرمه وچاوديدل.
ويل کيږي يو زيات شمېر خلک د ودانۍ تر کنډوالو لاندې شوي دي .
کومې ډلې ددغه بريد مسووليت په غاړه نه دى اخستى. خو د بوکوحرام د ډلې پوځي مليشو نوى دغه ورته چاودنې ترسره کړې دي.
دجوس ښار په تيروکلونوکې د نايجريا په مرکزي سيمه کې د مسلمانانو او مسيحيانو د ډلو ترمنځ د خونړيو نښتو شاهد و.
د نايجريا يو تن حکومتي مامور د فرانسې خبرځايونو ته وويل چې د دغې چاودنې زياتره قربانيان ښځې وې .
له يوې مودې راپه دې خوا په دې سيمه کې تاوتريخوالي زيات شوي دي او مذهبي مشران له چاودنو وروسته د آراميو د ساتلو غوښتوونکي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته