سیاست

د هېواد جمهوررييس د استانبول په غونډه کې وينا کوي

کابل/ د ليندۍ ١٨مه/باختر
د آسيا زړه – استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو اتمه غونډه نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني  او د ترکيې د جمهوررييس رجب طيب اردوغان په ويناوو سره په استانبول ښارکې جوړېږي.
د باختر آژانس خبريال ليکي: د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر بنسټ، په دې غونډه کې د ١٥ غړو هېوادونو او د ١٦ ملاتړو هېوادونو او د دغه بهير ١٢ سيمه ييز او نړيوال ملاتړ سازمانون، د بهرنيو چارو وزيران او جګپوړي مقامات ګډون لري. د سږکال غونډه د سولې، مشارکت او سوکالۍ په نامه جوړېږي او د غونډې په پاى کې به د دغه بهير د لرليد په لاره کې د نويو ژمنو په اړه يوه اعلاميه صادره شي.
د آسيا اتصال او د سيمې پيوستون، تجارت، ترانزيت، امنيتي همکاريو او له ډار اچونې سره د مبارزې په برخوکې اعتماد جوړونه، د دغه بهير له موخو څخه ګڼل کېږي.
د آسيا زړه – استانبول بهير لومړنۍ غونډه په ٢٠١١ م کال په استانبول ښارکې جوړه شوه او له هغه وروسته دغه غونډې د افغانستان په ګډون په يو شمېر غړو هېوادونوکې  جوړې شوې دي.
پاىسعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته