امنیت

د مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې پیل شوي عملیات لا هم دوام لري

ترینکوټ باختر د چنګاښ ۳۱ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او  چورې  ولسوالۍ د  لويې  لارې په  اوږدو کې د ګډو افغان ځواکونو پیل شوي چاڼيز عملیات لا هم دوام لري او په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.
د ملي  اردو د  څلورمې پلې  لوا ویاند جان خان نصرتي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل چې په  تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پیل شویو  عملیاتو  په ترڅ کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او  اووه  تنه  نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې امنیتي مسوولېنو ویلي وو چې ډیر ژر
به دچوري ولسوالۍ لاره چې له تېرو دوو کلونو راهیسي تړل شوې ده خلاصه کړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته