-کاراګاس – بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ١٥
د وينزويلا د پخواني جمهور رييس هوګو چاويز د مړينې له لومړي تلين سره
جوخت د دغه هيواد جمهور رييس اعلام وکړ چې وينزويلا خپلې ټولې ديپلوما تيکي اړيکي له پانامې سره شلوي .
نيکلاس مادورا دغه خبرله هغه سره جوخت اعلام کړ چې دمرکزي امريکا دهيواد دسازمان اتحاديه دوينزويلا دبحران دڅيړنې لپاره ديوې غونډې دجوړولو په لټه کې ده .
مادورا دغه خبري دکيوبا دجمهور رييس ، ديوروګواى دجمهور رييس او دبوليويا دجمهورييس او دمرکزي امريکا دنورو مشرانو په وړاندې چې د هوګوچاويز دمړينې په کاليز ه کې حاضرو څرګند کړي .
د مرکزي امريکا د هيوادونو سازمان اعلام کړى دى چې نن به دتړلو دروازو تر شاه غونډه وکړي .
په همدې حال کې نيکلاس مادورا په پانامې تور ولګاوه چې دوينزوويلا د دولت
د راپرځولو په لټه کې ده.
0 1 دقیقه لوستل