سیاست

په کابل کې دازبکستان دجمهوريت نوى سفير نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره دپيژند ګلوۍ کتنه وکړه .

کابلباختردميزان٢٧
په کابل کې دازبکستان دجمهوريت نوى سفير نن  له غرمې وروسته دجمهور رييس له  دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره دپيژند ګلوۍ کتنه وکړه .
په پيل کې په کابل کې دازبکستان جمهوريت سفير يادګارخوجه شادمان اوف دنيکمرغه لوى اختر له ا مله دجمهور رييس مرستيال ته مبارکي وويله اوددواړو هيوادونو ترمنځ د ديني ، فرهنګي اوتاريخي مشترکاتو ته په اشارې سره په بيلا بيلو برخو کې دافغانستان اوازبکستان ترمنځ  د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګاروکړ .
په کابل کې دازبکستان سفيردشانګهاي په غونډه کې د جمهور رييس د مرستيال دګډون په خاطر چې ټاکل شوې ده دنوامبر دمياشتې په وروستيو کې په ازبکستان کې جوړه شي  دخپل متبوع هيواد دصدراعظم بلنليک ده ته وسپاره او ويې ويل دشانګهاي په غونډو کې دجمهور رييس دمرستيال له ګډون څخه دازبکستان دولت تودهرکلى کوي  .
دده دڅرګندونو له مخې :  دشانګهاي په غونډو کې دجمهور رييس دمرستيال ګډون نه يوازې دسيمه ييزو همکاريو دپياوړتيا سبب کيږي بلکې په تجارتي ، اقتصادي ،فرهنګي اوټولنيزو برخوکې د دواړوهيوادونوترمنځ دمتقابلو اړيکو دودې په  لاره کې هم زيات ارزښت لري .
په مقابل کې دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دازبکستان جمهوريت سفير اوددغه هيواد خلکو ته دنيکمرغه لوى اختر له ا مله مبارکي وويله اوددغه هيواد د دولت اوخلکو دهمکاريو له ا مله دمننې اوقدردانۍ په ترڅ کې يې دازبکستان دولت يې دافغانستان دخلکوله ښودوستانو څخه وبلل .
دجمهور رييس مرستيال دشانګهاي په غونډو کې دګډون لپاره ددغه هيواد دصدراعظم دبلنې له ا مله دقدردانۍ په ترڅ کې  د دواړوهيوادونو ترمنځ ديني ، فرهنګي اوتاريخي مشترکات يي دافغانستان اوازبکستان ترمنځ داړيکودودې او پراختيا په لاره کې ارزښتناک وبلل او په بيلا بيلو برخو کې ددواړوهيوادونوترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو په  پياوړتيا باندي  ټينګار وکړ .
دجمهور رييس مرستيال په سيمه کې دبنسټ پالنې د ودې ستونزې ته په اشارې سره له دغې پديدې سره دمقابلې لپاره ددواړوهيوادونو همکارۍ مهمې وبللې او هيله يې وکړه چې ددواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو پراختيا وکولى شي ددغې پديدې مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته