اقتصاد

پنځلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۲۱مه 
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون د فراه _ فراه رور په لويه لاره کې ووژل شول .
  د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو له شتون څخه د فراه – فراه رود د لويې لارې د پاکولو د عملياتو له امله چې له څو ورځو راپدېخوا دوام لري؛ ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده وويل: د دغو هوايي او ځمکني عملياتو په بهيرکې د مسجد سفيد، خواجه قصر، شيوا او بهارستان کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ده وويل چې په دې نښته کې درې تنه ملي پوليسان ټپيان شول .
  ختم _سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته