امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه غله او انسان تښتوونکي ونيول شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
افغان او نړيوالو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونوکې ديولړ عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل.
افغان او نړيوالو ځواکونو د لغمان ، قندهار، ارزګان، لوګر ، هرات غور او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ تصفيوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات هم ترلاسه شول .
دغه راز ملي پوليسو شپږ ماينونه چې د وسله والومخالفينو له خوا د کندز او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و؛ کشف او شنډ کړل.
د يوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون اته تنه د انسان تښتونې، غلا او د وژنې په تور دکابل ښار د شپږمې، اوومې،اتمې او يوولسمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته