امنیت

د هېــواد په بېلابېلو سيموکې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٩  :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو په چاڼيزو عملياتوکې٣٠ تنه وسله وال  طالبان  وژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د دښمنانو د ځپلو په مقصد د پکتيکا ولايت د زيړوک، ګيان او د برملې او د ننګرهار ولايت د چپرهار او د کوټ ولسواليوپه مربوطاتوکې ترسره شول  چې له امله يې٣٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٥تنه ټپيان او يوشمېر نور يې ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتوکې يواندازه وسله، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو اووه تنه سرتيري د هېواد په بېلابېلوسيموکې د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته