قاهره نيوز نو باختر دزمرى دمياشتې
د مصر دګوښه کړاى شوي جمهور رييس محمدمرسي د ملاتړو دځپلو په عملياتو کې دوژل شويو کسانو شمير پنځه سوه پنځه ويشتوتنو ته ورسيد اوپه دغو عملياتو کې په زرګونو تنه ټپيان شوي دي .
د مصر دامنيتي ځواکونو له تاوتريخوالي ډک عمليات د زمري د مياشتې په ٢٣ نيټه دچارشنبې په ورځ دهغو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره دقاهرې ښار په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول چې د محمدمرسي اوداخوان المسلمين په ملاتړ يې تحصن کړى وو .
ددغو پيښو د سرزيات زيان د مصر په پايتخت پورې اړه لري خو اړو دوړ د مصر نورو ښارونو ته خپور شوى دى او د سرزيان اومالي تاوان يې اړولى دى.
د تيرې چارشنبې ورځ نږدې دوه کاله مخکې د مصرد پخواني جمهور رييس حسني مبارک پرخلاف د پاڅون له پيل څخه تراوسه پورې په دغه هېوادکې ډيره خونړى ورځ وه .
دمحمدمرسي ملاتړي وايي ، چې دمصر دپوليسو اوداردو دځواکونوپه عملياتو کې د وژل شويو کسانو شمير له دوه زره تنو څخه اوښتى دى .
امريکا او زياترو لويديځو هيوادونو د مصر دامنيتي ځواکونو اقدام غندلى دى
او د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان هغه ډيره جدي وژنه بللې ده.
دمحمدمرسي اصلي ملاتړى ، اخوان المسلمين نيت لري چې د خپلو ملاتړو د وژل کيدو پرخلاف داعتراض په توګه په مظاهرو لاس پورې کړي خو دسر د زيان په رسمي شميرنو کې يوازې هغه مړي شامليږي چې روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې : داخوان المسلمين ملاتړو زياتره مړي د ايماق جومات ته ليږدولي دي .
دوي وايي چې درې سوه مړي دغه جومات ته ليږدول شوي دي .