کابل / د لړم ٢٣مه / باختر :
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز نن د فراه له والي شعيب ثابت سره وکتل
د باختراژانس دخبرله مخې : په دې کتنه کې دواړو لورو په فراه کې د روغتيايي مرکزونو په ستونزو خبرې وکړې.
ډاکتر فيروزالدين په فراه کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد د دغه ولايت روغتيايي مسوولانو ته لارښونه وکړه او دغه راز د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د روږدو کسانو ددرملنې په خاطر د ښو خدمتونو په وړاندې کولو هم ټينګار وکړ.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ