امنیت

دوه تنه ملکي وګړي د ماين په چاودنه کې ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
په کندز ولايت کې نن  د ماين د  چاودنې له امله  دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
د کندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه چې د پوليسو په رنجر موټرکې د لګول شوي مقناطيسي ماين زيږنده وه؛ دکندز ښار مرکزي چوک ته څېرمه رامنځته شوه.
حسيني زياته کړه: په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول چې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
دا په داسې حال کې ده چې  پرون هم په همدې سيمه کې  د پوليسو په يو رنجر موټر کې يو لګول شوى مقناطيسي ماين و چاوديد چې له امله يې يوه ښځه او د ميوند بانک يو ساتوونکى ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته