امنیت

خبرتيا

کابل باختر د ثور اوومه :
خبرتيا
دملي اردو دافسرانو اکاډمي دخپلې شپږمې  تعليمي دورې لپاره محصل مني .
هغو خويندو ته  چې دملي  اردو افسرانو په اکاډمي  کې دشموليت هيله ولري  خبر ورکول کيږي چې  په ازموينه کې  دګډون لپاره دنوم ليکنې  په مقصد دې په مرکز او ولايتونو کې دملي اردو  دجلب او جذب  مرکزونو ته ورشي.
داوطلبان بايد دغه  شرايط ولري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت تبعه وي . 
ددواطلب  عمر له اتلسو کلونو څخه تر٢٦کلونو پورې وي .
دپوهنتون څوارلسم ټولګي اويا له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وي .
  ښه روغتيا او لازمه  وړتيا ولري .
دتابعيت تذکره او دفراغت  سندوولري .
دپوهنتونونو او دمسلکي انستيتوتونو فارغانو ته دلومړيتوب  حق ورکول کيږي
دکورنۍ رضايت حتمي دى .
ښځينه محصلانې دليليې په ډول دي او ټولې اسانتياوې  داسلامي او افغاني فرهنګ له مخې  په پام کې نيول شوي دي .
محصلانو ته دزده کړې په دوره کې مدد معاش ورکول کيږي
ازموينه د ١٣٩٤ کال دثور دمياشتې په ٢٢ نيټه دکابل ښار په قرغه  کې  دمارشال محمد قسيم فهيم ددفاعي پوهنتون دملي اردو دافسرانو په اکاډمي کې اخستل کيږي .
دزياتو معلوماتو لپاره  په مرکز او ولايتونوکې دملي اردو دجلب او جذب مرکزونو او له ٠٧٠٠٠٨٧١٦٥ او ٠٧٨٢٣٦١٧١٥ او٠٧٠٠١٦٨٣٨٥ لمبر تيلفونونو او ياهم دافسرانواکاډمي  له فيسبوک سره اړيکه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته