ټولنه

دبشر دحقوقو په باره کې دافغانستان – داروپا داتحاديې دجګپوړو مقاماتو دريمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دبشر دحقوقو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  او داروپا داتحاديې دجکپوړو مقاماتو دريمه غونډه نن  دبهرنيو چارو په وزارت کې  جوړه شوه
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه غونډه دبهرنيو چارو دوزير صلاح الدين رباني ،  دهېواد دلومړى ميرمنې رولابې بي  ګل غني او په افغانستان کې  داروپا داتحاديې  دځانګړي استازي فرانس مايکل ميلبن په پرانستونکي  وينا سره  پيل شوه .
دغه غونډه  داروپا داتحاديې دځانګړي استازي فرانس مايکل ميلبن او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين حکمت خليل کرزي  له خوا  په ګډه  جوړه شوه .
  په دې غونډه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دښځو دحقوقو ،  دماشومانو دحقوقو ،  دبيان دازادي او دځورونې دلرې کولو په برخو کې دمهمو لاسته راوړنو او فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ اودبشر دحقوقو دحالت په باب  دافغانستان او داروپا داتحاديې ترمنځ  درغنده  خبرو دوام او دغه راز  دهمکاري   څرنګوالي يې  ګټور وباله .
  دافغانستان  اسلامي جمهوريت  په هېواد کې  دبشر دحقوقو دحالت دښه والي لپاره ، په عدلي اوقضايي برخه کې  داصلاحاتو درامنځته کولو ، دجزا دقانون  دتعديل ، دبشريت پرخلاف  دجرمونو ،دشموليت ،جنګي جرمونو ، دانسان دقاچاقو، دښځو او ماشومانو دځورونې  او په تيره بيا  دجزا په کود کې له هلکانو سره  دناوړې استفادې  دبدعمل دشموليت ، دځورونې دبندولو دقانون او د څارنې دملي جوړښت درامنځته کولو ډاډ ورکړ ، افغانستان  دبشر دحقوقو دحالت  دڅيړنې په موخه دبشر دحقوقو دمدافعانو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان  خبريال ته بلنه ورکړې ده  چې په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې  افغانستان ته  سفر وکړي .
داروپا اتحاديې دجزا دقانون دتعديل لپاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دطرحې ، له ټاکلې مودې څخه مخکې دودونو دمخنيوي لپاره دعمل دملي پلان او دغه راز دټولنې زيانمنونکو کسانو او دمعلوليت لرونکو اشخاصو لپاره  دعمل دملي پلان  لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دطرحې  هرکلى وکړ  او ددغو قوانينو او پروګرامونو داساسي تطبيق غوښتنه يې وکړه .
داروپا اتحاديې دغه راز دځورونې پرخلاف دملګروملتو دسازمان  دکميټې دپيشنهادونو دتعقيبولو اوپه ټولنه کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي او تبعيض دبندولو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجدي هڅو  غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته