نړۍ

دمصر دبحران په سوله ييز حل باندې ټينګار وشو

کابلباختر داسد٣٠
دافغانستان سياسي ګوندونو، ټولنيزو او ديني بنسټونو په مصرکې وروستۍ پيښې چې ددغه هيواد يو زيات شمېراتباعو د وژنې سبب شوې، وغندلې.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: دسياسي ګوندونو او د ټولنيزو بنسټونو په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوه؛ د افغانستان دملي جبهې رييس احمدضيا مسعود وويل: له بده مرغه يوه موده کيږي چې مصر د يو ډيرمهم اسلامي هيواد په توګه له بحران سره مخامخ دى او ددغه هيواد سياسي لرليد يې له تورتم سره مخامخ کړى دى.
ده ټينګاروکړ چې هيڅ يو هيواد د کودتا له لارې آزادي، عدالت او دموکراسي ته نه دى رسيدلى، بلکې برعکس استبداد اوستم تل په انساني ټولنوکې په توپ او د ټانک په ځنځير سره پاى ته رسيدلي دي.
د نجات د جبهې رييس اسدالله الفلاح له سوله ييزو اومنطقي لارو د مصر د بحران د حل کولو غوښتنه وکړه.
سياسي ګوندونو او ټولنيزو او ديني بنسټونو له نړيوالې ټولنې، د ملګرو ملتو له سازمان او ددغه سازمان له امنيت شورا، د اروپا له اتحاديې، د اسلامي هيوادونو له سازمان او د بشر دحقوقو له بنسټونو څخه وغوښتل، مخکې له دې چې په مصر کې بحران لا پسې پراخ او ژور شي؛ د حلکولو لپاره يې يوه منطقي لاره پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته