سیاست

د هيواد جمهوررييس دلسوتنو نويو واليانو ټاکل منظورکړل

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دجمهوري رياست عالي مقام دلسو تنو نويو واليانو ټاکنه منظوره کړه.
باختراژانس ته دچارو داداري اودوزيرانو ددارلانشادلوى رياست دمعلوماتوله مخې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دجلاحکمونو له مخې دغه کسان دهيواد دلسو ولايتونو دواليانو په توګه  ټاکل شوي دي .
_  دتخار  پخواني والي عبدالجبارتقوا دکابل د والي په توګه .
_ دفارياب پخواني والي تورنجرال احمدفيصل  بيګزاددتخار دوالي په توګه.
_  جنرال  محمدنعيم بلوچ دهلمنددوالي په توګه.
_   سلطان محمد عبادي دبغلان دوالي په توګه .
_  داکترمحمدالله بتاش دفارياب دوالي په توګه.
_  په ولسي جرګه کې  دننګرهاردخلکو پخواني وکېل عبدالمجيد دميدان وردګو دوالي په توګه .
_  محمدسرور ثبات دنيمروز دوالي په وتوګه .
_ په ولسي جرګه کې دلوګردخلکو پخواني وکېل عبدالحميدفضل الله مجددي دلغمان دوالي په توګه .
_  د لغمان پخواني والي اقبال عزيزي دلوګردوالي په توګه .
_  دلوګرپخواني والي محمدطاهر صبري  دبادغيس دوالي په توګه.
په حکم کې راغلي دي چې  د لوړ رتبه پستونو په تعييناتو کې  دجمهوررييس ځانګړي مشورتي بورد موظف دي چې دځان له خوا ددغو واليانودټاکنې پړاونه   په دوو مياشتوکې بشپړکړي .
دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دجلاحکم له مخې منشي عبدالمجيدچې پخوا دبغلان دولايت سمت په  غاړه درلود دچارو داداري اودوزيرانو شورا  ددارلانشا دلوى رياست دتشکېل ترڅنګ په ټولنيزو چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام دسلاکار په توګه ټاکل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته