سیاست

په کابل کې دچين سفير: موږ له افغانستان سره داقتصادي، سياسي او تجارتي همکاريو دزياتوالي غوښتوونکي يو .

کابل باختر دتلي ديرشمه :

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  اوسرپرست  حکمت خليل کرزي  نن  په کابل کې دچين دولسي جمهوريت  له نوې سفير  يوجنګ  سره وکتل .

   دبهرنيو چارووزارت دوياند دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې  دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين په کابل کې  دچين دولسي جمهوريت  نوې سفير ته ښه راغلاست ووايه  او دافغانستان داسلامي جمهوريت  او دچين  دولسي جمهوريت ترمنځ اړيکې يې  صميمانه  او ارزښتناکې وبللې . اوپه بيلابيلوبرخوکې له افغانستان سره ددغه هيواد دهمکاريو  له امله يې  قدرداني وکړه .

  په دې کتنه کې  افغانستان ته  دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس  دمرستيال  لي وان چايو  دنږدې راتلوونکي سفر لپاره  دتياري  دڅيړنې په  ترڅ کې ،  ددواړو لورو  دعلاقې وړ  موضوعګانو په باب  خبرې وشوې اودافغانستان داسلامي جمهوريت  او دچين دولسي جمهوريت ترمنځ ددوستانه اړيکو په پراختيا  اودغه راز  په بيلابيلو اقتصادي  تجارتي ، امنيتي او سياسي برخو کې ددواړو هيوادونوترمنځ دنږدې همکاريو  په پراختيا باندې ټينګار وشو .

  په کابل کې  دچين دولسي جمهوريت  نوې سفير  دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره دوستي اوهمکاري دخپل هيواد لپاره مهمې او ارزښتناکې وبللې او ژمنه يې وکړه  چې  دخپل نوى ماموريت  په بهير کې به  ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو لازيات ټينګښت په لاره کې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته