-مزارشريف باختر دوږي شپاړلسمه :
دبلخ ولايت دمدني ټولنې فعالانو ، عالمانو او روحانيونو پرون دميانمار دمسلمانانو د بې رحمانه وژنې په وړاندې دخپلې کرکې او نفرت مراتب څرګند کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دبلخ ولايت دمدني ټولنې په سلګونو تنو غړو ، عالمانو ، روحانيونو او خلکو په مزارشريف ښار کې ديوې غونډې په جوړولو سره دبرما دمسلمانانو په وړاندې ددغه هېواد ددولت بشري ضداو انساني ضد عملونه وغندل .
دغونډې برخه والو دملګروملتو له سازمان او دنړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې دبرما په حکومت زور واچوي چې ددغه هېواد دمسلمانانو په وړاندې خپل بشري ضد عملونه بند کړي .
ديادونې وړ ده چې دروهنګيا دمسلمانانو پرخلاف دميانمار داردو دڅو ورځې مخکې بريدونو له امله ، په سلګونه تنه مسلمانان شهيدان شول او څه دپاسه يوسلو پنحه ويشت زره تنه روهنګيايان هم بنګله ديش ته وتښتيدل .
1 1 دقیقه لوستل