ټولنه

تنقيضي افسرانو بيا په مظاهرو لاس پورې کړ .

کابل باختر د غبرګولي  يو ويشت :

  دملي دفاع وزارت يو شمير  تنقيضي افسرانو نن  دمظاهرو په ترڅ کې  ددولتي  مقاماتو له خوا دژمنه شويو حقوقو دترلاسه کولو غوښتنه وکړه .

  دغو افسرانو دعيدګاه  په جامع جومات کې په راغونډيدو سره دماليې وزارت په لور  لاريون وکړ او ددغه وزارت په وړاندې په راغونډيدوسره  يي خپلي غوښتنې طرحه کړي .

 دتنقيضي  افسران له خوا نجيب الله  مجاهد باختر اژانس ته وويل دوزيرانو شورا دمصوبي له مخې بايد دکابل او ولايتونوکې تنقيضي افسرانو ته د استوګنې نمر ي ورکړي شي هغو افسرانو ته چې په کابل ولايت پورې اړه لري دکابل ښاروالۍ له خوا داستوګنې نمري مشخصي شوي خو دماليې وزارت ددغو نمرو دبيي دپيسو په ليږدونه کې  ځنډ کوي  .

 ده زياته کړه که چيري ددوي غوښتنې ترسره نه شي هغوي به  خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي

 دماليې وزارت دوو تنو جګپوړو چارواکو د خزانو رييس او دوزير د دفتر رييس  له مظاهره کوونکو سره  خبري وکړې او ژمنه يي  وکړه چې دغه  ستونزه  ډير ژر  اواروي  .

 ديادونې وړ ده دملي دفاع وزارت يو شمير افسرانو له هغه وروسته  چې  د ډي ډي ار يا دکسانو دملکي کولو بهير خپل کار له لاسه ورکړ له  ١٣٨١ څخه تراوسه پورې څو ځلې  مظاهري  وکړي  او  دخپلو حقوقو غوښتنه  يي وکړي.

 دتقاعد معاش  اوپه خپل ټاټوبي کې  يوه نمره ځمکه   يوه هغه ژمنه  ده  چې دولتي مقاماتو کړي ده .

 مظاهره کوونکو د څو ساعتو لپاره دپښتونستان  څلور لارې دترافيکو پرمخ وتړله او دترافيکو بهير يي ګډوډ کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته