کابل باختر د ليندى دريمه :
ديارلس تنه ډار اچوونکي په تيرو څليرويشتوساعتوکې د هېواد په دريو ولايتونوکې ووژل شول.
د ٢٠٥ قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ جزوتامونو، د کوماندو د دريم کنډک او نورو امنيتي ځواکونو ، د قندهار ولايت د غورک او ارغنداب، د زابل ولايت دشاجوى او د روزګان ولايت د سراب د ولسواليو په مربوطاتوکې د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د محاربوي عملياتو په بهير کې چې ترسره کړل؛ ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ يو تن تپي او نهه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ