سیاست

دکورنيو چارو وزير : له نشه يي توکوسره مبارزه دنړۍ دهمکارۍ غوښتنه کوي .

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧  :
دکورنيو چارو وزير نن  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت  له مرستيال سره چې دکابل په سفر بوخت دى له نشه يي توکوسره دمبارزې  دڅرنګوالي په باب خبري وکړې.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  دکورنيو چارو وزير محمدعمرداود زي دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه  دنړيوالې ټولنې  ګډ کار وباله  او ويې ويل :  چې له دغې کرغيړنې پديدې  سره مبارزه چې نه يوازې  دافغانستان خلکو ته يې زيان رسولى دى بلکې  دنړۍ  يو زيات شميرهېوادونه زيانمن کوي دنړيوالې ټولنې دپراخې همکارۍ غوښتنه کوي.
په  همدې  حال کې دامريکا دمتحده ايالاتو  دبهرنيو چارو د وزارت مرستيال  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې يې دکورنيو چارو وزارت  له کاري پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ويې ويل : چې دامريکا دولت او خلک  له نشه يي توکوسره دمبارزې په برخه کې دافغانستان ددولت ترڅنګ ولاړ دي  او په دې برخه کې خپلو مرستو او همکاريو ته  په ټول قوت سره دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته