امنیت

د افغانستان په ختيځ د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دکونړ او د نورستان په ولايتونو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دانګام او د شيګل د ولسواليو د شپږو توغنديو د لګيدو له امله د سيمې خلکوته مالي زيان اوښتى دى، خو د سر زيان يې نه دى اړولى.
خو د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي چې د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو د دغو توغنديو د لګيدو له امله د استوګنې څوکورونه ويجاړ شوي دي .
دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه په وروستۍ يوه اوونۍ کې بې سارى و.
په دغو بريدونو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پکتيکا، کونړ او د نورستان ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو د لګيدو شاهدې دي.
ټيک څلور ورځې مخکې په کونړ او نورستان ولايتونوکې د استوګنې په څوکورونو د شپږو توغنديو د لګيدو له امله د يوې ښځې په ګډون درې تنه شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې يواځې د وروستۍ اوونۍ په بهيرکې او د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له زياتيدو وروسته په لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ شوې دي.
زموږ خبريالان د ختيځو ولايتونو ځينې سيمې چې د پاکستاني پوځيانو تر راکټي بريدونو لاندې نيول شوې دي؛ ليدلې دي.
ددغو سيمو اوسيدونکي په دولت باندې انتقاد کوي او وايي: کلونه کلونه کيږي چې پاکستان له کوم دليل پرته د افغانستان په خلکو توغندي توغوي، خو دولت د بيوزلو خلکو له حق څخه دفاع نه کوي او چپ دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوى درستيز افغانستان ته په خپل سفرکې وويل چې هيواد يې د ډيورنډ د کرښې د امنيت په تامينولوکې همکارى کوي او د هيواد په ځينو ختيځو سيمو به د پاکستانى پوځيانو د راکټي بريدونو موضوع وڅيړي.
د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه درې کاله مخکې د وري په مياشت کې پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د دريو کلونو په بهيرکې يوولس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان په ختيځو سيمو توغول شوي دي چې ددغو بريدونو له امله څه ناڅه سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو راکټي بريدونو قربانيان او ټپيان ملکي وګړي او د سيمې اوسيدونکي دي.
د پاکستان پوځي مقاماتو او ډيپلوماتيک مرکزونو تراوسه پورې په افغانستان د خپلو دغو يو اړخيزو راکټي بريدونو په باب روښانه دليلونه نه دي وړاندې کړي .
زياتره پوځي او سياسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان په تېره بيا ددغه هيواد استخباراتي سازمان (آى اس آى) غواړي د دغو بريدونو په زياتوالي سره لومړى په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سمې بې امنه او له استوګنې څخه تش کړي او وروسته د تروريزم پټنځايونه چې تراوسه پورې د ډيورنډ کرښې اخوا شته؛ دې خوا ته وليږدوي چې دغه هيواد د تروريزم د ملاتړ او سمبالولو له ملامتۍ څخه خلاص شي.
دپاکستاني پوځيانو دغه يو اړخيز راکټي بريدونو تراوسه پورې د افغانستان د دولت او د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو د مرکونو غبرګونونو راپارولي دي خو دغو غبرګونونو مثبتې نتيجې نه دې ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته