سیاست

په کابل کې دروسيې سفير له حاجي محمد محقق سره په کتنه کې له افغانستان سره دامنيتي تفاهم ليک دلاسليک کولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د کب دريمه :
په کابل کې  دفدراتيفې روسيې سفير الکساندر منتيسکي نن داجرائيه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره دوزيرانو شورا په مرمرينه ماڼۍ کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دروسيې سفير له  افغانستان سره دخپل هيواد دهمکاريو دکچې او څرنګوالي په باب داجراييه رياست  مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ  او ويې ويل چې مسکو له ٢٠١٠ ميلادي کال  څخه تراوسه پورې دافغانستان څه دپاسه  درې سوه تنو امنيتي ځواکونو ته دلنډ مهالې زده کړې او دلوړو زده  کړو زمينې برابرې کړي دي او په ډيرلنډ ممکن وخت کې به دکورنيوچارو وزارت يوه ډله مامورين هم دزده کړې لپاره روسيې ته وليږدوي .
دروسيې  سفير زياته کړه چې دامريکا او روسيې ترمنځ دلاسليک شوي قرارداد له مخې مسکو درى شپيته ام اى ١٧ هليکوپترونه  دافغانستان حکومت ته سپاري او دمسکو او ناتو ترمنځ دجوړ شوي  صندوق له مخې ددغو هليکوپترونو پرزې هم برابروي  او دافغانستان پيلوتان روزي .
دروسيې  سفير وويل چې هيواد يې له افغانستان سره دامنيتي تفاهم ليک  دلاسليک کولو غوښتنه کوي او هيله يې وکړه چې دمسکو دغه غوښتنه دکابل له خوا مثبت ځواب ترلاسه کړي .
دروسيې سفير دغه راز وويل چې تيرکال  دافغانستان اوروسيې ترمنځ دتجارتي  مالونو دراکړې ورکړې حجم نږدې ٩٦٦ مليونه ډالره و چې دغه حجم  ددواړو هيوادونو د ښو اړيکو څرګندوى دى .
دروسيې دسفير دڅرګندونو له مخې ،  ددولتونو ترمنځ  هغه کميسيون  چې ددواړو هيوادونو داقتصاد او سوداګرۍ  په باره کې کار کوي تيرکال يې په کابل کې يوه غونډه جوړه کړه او هيله يې وکړه چې دافغانستان ددولت دکابينې دپاتې غړو په اعلام سره ددغه کميسيون بله غونډه په مسکو کې  جوړه شي .
داجراييه رياست مرستيال دفدراتيفې  روسيې دهمکاريو له امله د قدرداني په ترڅ کې وويل: د عراق ، سوريې او ليبيا په هيوادونوکې  دداعش  په نامه دافراطي  ډلې دظهور  او په پاکستان او افغانستان کې د هغې دنفوذ د خظرونو  په ګډون په نړۍ  کې رامنځته شوي پيښې  دټول بشريت برخليک ګواښوي او له دغې پديدې سره مبارزه دګاونډيو، سيمې او دنړۍ دهيوادونو مرستې اوهمکاري ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته