سیاست

په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو د ګډون او ونډې د پياوړتیا لپاره یو روڼ میکانیزم ته اړتیا ده

کابل / د چنګاښ ۳۰مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې د ښځو چارو وزارت په وړاندیز پرېکړه وکړه چې په هر ولایت کې باید یوه ښځه د ولایت مرستیاله وي. دا پرېکړه له راز راز غبرګونونو سره مخ شوه. ځینو یې هرکلی وکړ او ځینو نورو بیا پرې نیوکې وکړې او هغه یې هسې یو سمبولیک او بې ارزښته ګام وباله.
موږ دلته پر دغو غبرګونونو بحث نه کوو، خو په ټوله کې باید وویل شي چې په ولایتونو کې د حکومتي چارو په پرمخ بیولو کې ښځو ته ونډه ورکول ښه ګام دی. که څه هم په حکومتي چارو کې د جنسیت پر بنسټ چلند ښایي ډېر منطقي نه وي، ځکه دلته باید د وړتیا، استعداد، ځواک، مهارت او ژمنتیا ارزښت مطرح وي؛ خو افغاني ټولنه دودیزه ټولنه ده او تر ډېره داسې دودیزه ټولنه ده چې نارینه په کې واک چلوي او له مودو راهیسې داسې ذهنیت رامنځ ته شوی دی چې ګونې ښځې د مهمو دولتي دندو د پرمخ بیولو وړتیا نه لري. ښایي دغه راز ذهنیت به څوکاله وړاندې تر یو بریده سم و، ځکه هغه مهال نجونو لوړو زده کړو ته ډېر لاسرسی نه لاره، ډېرو کورنیو هیله درلوده چې نجونې یې یوازې دوه دندې سرته ورسوي: یا د نجونو په ښوونځي کې ښوونکې شي او یا هم ډاکټره شي. له نورو دندو سره کورنیو ډېره لیوالتیا نه لرله.
اوس حالت بدل شوی دی. اوس کورنۍ هیله لري چې نجونې یې لوړې زده کړې وکړي، ليسانس واخلي، ماستري واخلي او آن دوکتورا واخلي. اوس د نجونو د علاقې وړ تحصیلي څانګې هم ډېرې شوې دي: له ښوونې او روزنې نیولې بیا تر ډاکټرۍ، ساختماني انجنیرۍ، ژورنالیزم، کمپیوټر ساینس، منجمنت او نورو پورې. یانې اوس ښځې له مسلکي پلوه دا وړتیا او ظرفیت لري چې په لوړو دولتي څوکیو کې کار وکړي، مدیریت وکړي، علمي – څېړنیز کارونه ترسره کړي، په دیپلوماتیکو نمایندګیو کې کار وکړي. خو د هغه پخواني ذهنیت د ماتولو لپاره باید په اوسني پړاو کې د ښځو ملاتړ وشي، هغوی وهڅول شي او پر ځان د باوري کېدو په برخه کې ورسره مرسته وشي. د حکومت د مشرتابه وروستۍ پرېکړه هم ښایي پر همدغه منطق ولاړه وي.
لکه پورته چې وویل شول؛ د حکومت وروستۍ پرېکړه د تایید او ملاتړ وړ ده؛ خو د ولایتونو د مرستیالانو په توګه د ښځو د ټاکل کېدو لپاره باید یو روڼ میکانیزم رامنځ ته شي او دا بهیر د یو او بل له سیاسي لاسوهنې وژغورل شي. هېڅوک باید دا کوښښ ونه کړي چې د سیاسي او یا نورو علایقو له مخې د ولایت د مرستیالې په توګه د یوې او بلې کاندیدې ننګه او ملاتړ وکړي. د دغه کار د مخنیوي لپاره روڼ میکانیزم ته اړتیا ده. دا میکانیزم کېدای شي ډول ډول بڼې ولري، لکه د آزموینې تېرول. ټولې کاندیدانې خپل سندونه ټولوي او بیا په آزموینه کې ګډون کوي او هر چا چې لوړې نمرې واخیستي، همغه به د والي مرستیاله کېږي. که د آزمون خبره نه وي، نو بیا دې کوم بل انتخابي میکانیزم په پام کې ونیول شي، یانې د ښځو د حقونو ملاتړي سازمانونه او ټولنې او همدارنګه نورې مدني ټولنې دې داسې یوه انتخابي تګلاره جوړه کړي چې رڼه او شفافه وي. د والي د مرستیالې په توګه د ټاکل کېدو لپاره معیارونه ولري او بیا د انتخاباتو له لارې د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو کوښښ وشي.
که خبرې سره راټولې کړو نو دې پایلې ته رسېږو چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې باید د ښځو د پراخ او فعال ګډون او ونډې ملاتړ وشي؛ خو په دې برخه کې باید یو روڼ او شفاف میکانیزم جوړ شي.
پاى/ ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته