سیاست

مطبوعاتى اعلاميه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
مطبوعاتى اعلاميه
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د کندز او روزګان په ولایتونوکې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوایي بمباري په کلکو ټکو غندي.
پخوانی جمهور رئیس دغه بمباري چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زموږ له خلکو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي، ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولي او په سختو الفاظو یې غندي.
حامد کرزی د لوی خدای (ج) له دربارڅخه د دغو غمجنو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته