ټولنه

لیکوالان او اديبان د ټولنې ريښتينې هنداره ده

لښکرګاه/ باختر د غويي د مياشتې ۲۳ مه
لیکوالان او اديبان د ټولنې ريښتينې هنداره ده
دغه څرګندونې د هلمند ولایت مستوفي او سرپرست غلام محي الدین "صدیق " د څلورو نویو چاپ شويو کتابونو د مخکتني په غونډه کې وکړې.
صديق ادیبان اوفرهنګپال د ټولنې اساسي اومهمه برخه وبلله اوزیاته یې کړه چې همدغه شاعران اولیکوالان دي چې د ټولني واقعيتونه بيانوي.
ده د ولایتي ادارې په استازیتوب هلمندي فرهنګپالو او ادیبانوته د بشپړي همکارۍ ژمنه ورکړه اود لیکوالانو په مټ دنویو چاپ شويو کتابونو مخکتنه یې یو مهم اواساسي ګام وباله.
د هلمند داطلاعاتواوفرهنګ ریېس فریداحمد " فرهنګ" د هلمندي ليکوالانو د هڅو د ستاينې ترڅنګ د نويو کتابونو چاپ د ژبې په بډاينه کې مهم وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته