امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيموکې ٢٧ تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د تلې  نهمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دهېواد په بيلابيلو  سيموکې ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دهغوى ددوو تنو قوماندانانو په ګډون  ٢٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  ١٣ تنه ټپيان او يوتن بل ونيول شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دهېواد دملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي  قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ،  پکتيا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، غور ، فراه ، بادغيس  ،   جوزجان ، فارياب ، کندز  ، بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول  ٢٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٣ تنه نور ټپيان شول
دغه راز په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  ١٩ پلان شوي عمليات او ١٩ خاص عمليات دهېواد په ديارلسو ولايتونوکې ترسره شول .
دهوايي پوځ الوتکو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ ١١٩  الوتنې کړي دي او ددښمن په ځالو يې ٢٣ ځپنده ګوزارونه کړي دي او دتروريستانو له خوا  ٥٩  ډول ډول ځاى پرځاى کړى شوي ماينونه دملي اردو دماين پاکولو دټيمونو له خوا کشف اوشنډ کړى شوي دي .
  ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته