ټولنه

د ملي پيوستون پروژې دې د خلکو ستونزو ته په کتو سره پلې شي

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
د ملي پېوستون پروژه دې د خلکو اساسي غوښتنو او اړتياو ته په کتو خپلې چارې په منظمه توګه ترسره کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د ناعلي،ګرمسير او ناوې ولسواليو لپاره د ملي پيوستون له مسولينو سره په خپل کاري دفتر کې وکړې.
د (سي،ايچ،ای) موسسې مسولينو وویل  چې د دغې پروژې موخه د خلکو لپاره د اساسي اقداماتو او غوښتنو ترسره کول دي.
دوی وويل چې، د نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسواليو اړوند د ټولنيزو کارکوونکو لپاره يې له نېږدې ۵۰۰ کسانو څخه ازموينه اخيستې، چې له جملې به يې شاوخوا ۱۰۵ تنه په دندو وګمارل شي.
د هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پر مهال ټينګار وکړ، چې د هرې ولسوالۍ لپاره دې د اړوند سيمو کسان په دنده وګمارل شي، څو خلکو ته يې د کار کولو زمينه برابره او پروژه په ښه توګه پلې شي.
حيات دغه راز د ملي پيوستون موسسې له مسُولينو سره د ولايتي ادارې له لورې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې د خپلو فعاليتونو په اړه دې وخت په وخت ولايتي اداره په جريان کې واچوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته