کابل باختر دوروي ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د یوه لوړ پوړي دولتي هيئت په مشرۍ د نوروز په درېیم نړیوال کنفرانس او د افغانستان لپاره د سیمه اییزو اقتصادي همکاریو په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی ؤ، نن ماسپښین هېواد ته راستون شو.
باختر اژانس دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
حامد کرزي تاجکستان ته د خپل دری ورځني سفر په ترڅ کې د نوروز په نړیوال کنفرانس او د افغانستان لپاره د سیمه اییزو اقتصادي همکاریو په کنفرانس کې پر ګډون سربېره د پاکستان او تاجکستان له جمهورو رئیسانو او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره په جلا جلا توګه د تاجکستان په پايتخت دوشنبه کې وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوع ګانو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې