نړۍ

دپاکستان په کراچۍ ښارکې نوې چاودنه

کراچى  باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دکراچۍ ښارپه مومن آباد ناحيه کې د دوو چاودنو له امله پنځه تنه ټپيان شول.
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه چاودنې دڅو دقيقو په زماني واټن کې دپوليسو يوه مرکزته څېرمه شوې دي.
په دغوبريدونوکې د يوه پوليس په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي او څلور ليږدونکې واسطې يې هم زيانمنې شوې دي.
پرون هم دکراچۍ ښار په قيوم آباد ناحيه کې د ځانمرګى بريدله امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
په کراچۍ ښارکې د تيرې پنجشنبې د ورځې په  چاودنه کې هم ديارلس تنه ووژل شول او نږدې پنځوس تنه نور ټپيان شول چې زياتره يې پوليسانو .
  دکراچۍ ښار اتلس مليونه تنه وګړي لري او په دې وروستيووختوکې پاکستاني پوځيانو په دغه ښارکې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې دهغوپه ترڅ کې يې په تروريستي بريدونومشکوک کسان په نشه يي توکو پورې اړوندې ډلې او شوکماران  يې نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته