فرهنګ

د ډاډ ګيرنې پيغام .

 

کابل باختر د تلي اته ويشتمه

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د جوزجان ولايت په مربوطاتو کې  دترافيکي پيښې له امله  د يو شمير ځوانو ورزشکارانو او دورزش مينه والو شهادت  ستره ضايعه وبلله .

 درارسيدلو خبرونو له مخې، دسيمرغ البرز دفوټبال د ټيم دغړو او دهغوى ديو شمير مينه والو او دجوزجان ولايت دالمپيک دکميټې د مسوولينو دسپرلۍ بس موټر چې کابل ته روان و دشبرغان مزارشريف دلارې په چيغچي ساحه کې په تيلو بار ټانکر موټر سره  ټکر وکړ او اوريې واخيست چې په دې پيښه کې نهه تنه  ووژل شول او د جوزجان دالمپيک دکميټې درييس اومرستيال په ګډون شپږ ديرش تنه نور ټپيان شول .

 ډاکتر سيد مخدوم رهين  له باختر اژانس سره  په اړيکه کې دغه پيښه  زړه بوږ نوونکي وبلله  او  ددغو ځوانو ورزشکارانو او دورزش دمينه والو شهادت يې ستره ضايعه وبلله او ددغې پيښې  دشهيدانو کورنيو او دهيوادورزشي ټولنې ته يې  د ډادګيرنې مراتب څرګند کړل . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته