امنیت

په کوټ ولسوالۍ کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
په ننګرهار ولايت کې د (شاهين- ٥١٩) په نامه ګډو پوځي عملياتوکې ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا دوه ورځې مخکې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي چې تر اوسه پورې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي؛ ٩ تنه ټپيان او يوبل طالبان نيول شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات د کوټ ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د ملي پوليسو، ملي اردو، عامه نظم او د سرحدي پوليسو په ګډون پيل شوي دي او د خلکو ملاتړ هم ورسره دى.
مشرقيوال زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام لري.
ويل کيږي؛ په دغو عملياتوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته