امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر  د وري  شلمه .
دوه تنه ماين ښخوونکي نن سهار په فارياب ولايت کې دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې په خپله يې ښخ کړي و .
په فارياب ولايت کې د ٢٠٩شاهين قول اردو دلومړى  لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن محمدر ضا رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه طالبان کله يې چې غوښتل دغورماچ ولسوالۍ دابګرمک دکلي په لاره کې ماين ښخ کړي  ، ماين وچاوديد او دوى ووژل شول .
دوسله والو طالبان له خواماين ښخول زياتره دملکي وګړو دسردزيان سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته