ټولنه

په يوې ترافيکي پيښه کې لس تنه ټپيان شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١٨ :
په کاپيسا ولايت کې نن   په يوه ترافيکي پيښه کې لس تنه  ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت دترافيکو مدير عبدالظاهر دباخترآژانس خبريال ته وويل :
لس تنه  دکاپيسا ولايت په محمود راقي  ښار پورې اړوند جانچي سيمه کې ديو فلاينکوچ موټر دچپه کيدوله امله ټپيان شول.
خبرځاى وويل :  په دغو ټپيانو کې دوه  ښځې هم شاملې دي  چې په دغو ټپيانو کې ددوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى   چې ددرملنې لپاره  دپنجشيرولايت دايمر ايجنسي روغتون ته ليږدول شوې دې .
دترافيکو مديرزياته کړه  : تراوسه پورې ددغې پيښې علت روښانه  نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته