فرهنګ

په هلمند کې یوې غږیزې رسنۍ فعالیت پیل کړ

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د سکون په نامه غږیزه رسنۍ چې اوس به یې نشرات یوازې په هلمند پورې محدود دي، مسوولین یې وايي چې په نږدې راتلونکي کې به کابل، قندهار، هرات او جلال آباد هم تر پوښښ لاندې راولي.
که څه هم د هېواد په کچه یو شمېر نړېوالې او سیمه ییزې خصوصي رسنۍ له مالي ننګونو سره مخ دي چې له امله یې ګڼې چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ له فعالیته لوېدلې دي، خو په ورته وخت د هلمند په څېر جنګ ځپلي ولایت کې نن یوې غږیزې رسنۍ پر 90,1 FMڅپو فعالیت پیل کړ.
د سکون راډیو مسوول صفت الله زاهدي باختر آژانس ته وویل چې د دوی مطبوعاتي خدمات به د هلمند له نورو سیمه ییزو رسنیو سره په یو ځانګړي توپیر په نږدې راتلونکي کې هرات، قندهار، کابل او جلال آباد کې هم وړاندې شي.
په ورته وخت د دغه ولایت د بُست سیمه ییزې راډیو عمومي مسوول عبدالسلام زاهد سکون راډیو هلمند مېشتو ته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، او ویې ویل چې هلمند غوندې یو ولایت کې چې د نورو ولایتونو په توپیر یې ښوونیز امکانات محدود دي، یوه راډیو کولای شي د خپلو خپرنیزو خدماتو په مټ د عامه پوهاوي په پار په انساني ژوند پسې تړلي بېلابېل مسایل په لږ وخت کې د رسنیزو او ټولنیزو قوانینو مطابق ټولنې ته ابلاغ کړي.
هغه پر هلمند سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د رسنیو پر وړاندې مادي محدویتونه او د دولت چندانې نه پاملرنه یوه ستره اندېښنه وبلله او زیاته یې کړه: که چېرې دغه حالت دوام پیدا کړي، لرې نه ده چې د هېواد په کچه به ګڼې سمیه ییزې او ملي رسنۍ خپل فعالیتونه په ټپه ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې د خاور ټلویزیون په ګډون یو شمېر چاپي رسنۍ د نامعلومو دلایلو له وجې له فعالیته لوېدلې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته