ټولنه

جمهور رييس غني په هيوادکې د وروستيو سيلاوونو او واورې ښوئيدنې له امله د سر د اوښتي زيانونو او مالي تاوانونه په خاطر په ژوره توګه خواشينى شو

کابل باختر د کب اوومه نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د هيواد په بېلابېلو سيموکې د وروستيو سيلاوونو او واورې ښوئيدنې له امله د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په خاطر په ژوره توګه خواشينى شو او اړوندو ادارو ته يې  لارښوونه وکړه چې زيانمنو شويوکسانو ته دې  بيړنۍ مرستې ورسوي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په هيوادکې د وروستيو سيلاوونو او واورې ښوئيدنې له امله زموږ د هيوادوالو د وژل کيدو په خاطر په ژور خپګان سره د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د دغو پيښو د قربانيانو کورنيو ته  څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه دوى ته د جميل صبر هيله کوي.
  جمهور رييس غني اړوندو ملکي او نظامي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې دهغو کسانو د ژغورنې په برخه کې چې تر واورې لاندې بند پاتې دي او زيانمنوشويو کسانو ته د مرستې په رسولوکې بيړني اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته