امنیت

دافغانستان په لويديځ کې د ډار اچوونکو دځپلو لپاره هلې ځلې .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دسرحدي پوليسو جګپوړي چارواکي دلويديځ  زون دولايتونوپه کچه  دډار اچوونکو  دځپلو په خاطر دجدي اواساسي تدبيرونو دنيولو خبر ورکوي .
په داسې حال کې چې په دې وروستيو وختو کې دپوليسو دځواکونو دګډو هڅو له امله دموريچاق دکلي بيلابيلې ساحې د ډار اچوونکو او دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
دسرحدي لواقوماندان محمدجمعه  عديل وايي چې په بشپړه توګه دموريچاق  دکلي دتصفيه کيدو تر څنګ دمريچاق تاريخي کلا هم  بيا رغول شوې او دامنيتي ځواکونوکلک  تاسيسات پکې جوړشو ي دي .
جنرال عديل چې په دغې ولسوالۍ کې يې دامنيتي ځواکونو وروستي عمليات رهبري کوي او په عملي توګه دجګړې په ډګر کې شتون لري په دې باور دى چې ددغوساحو دامنيت په تامينولو کې دخلکو رول  انکار منوونکى دى .
په دغو عملياتو کې دغه راز هغه بيلابيلې ساحې چې کوکنار پکې کرل شوي و ،کرل شوي کوکنار  دخلکو په همکارۍ اړول شوي او غنم پکې کرل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې يوشمير وسله والو طالبانو او ډار اچوونکو ته له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
له بلې خوا دموريچاق دکلي  اوسيدونکو چې له کلونو کلونوراپديخوا يې دښمني لرله دسرحدي پوليسو دمسوولينو دهڅو او هاند له امله دقران عظيم الشان دختم په کولو  سره پخلاينه وکړه .
دغه مراسم  دانصار زون او دسرحدي زون دقوماندانانو او ديوشمير  دولتي مقاماتو په ګډون ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته