امنیت

په پنجشيرکې د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په پنجشير ولايت کې نن سهار د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول.
پوليس وايي: دغه پيښه د دغه ولايت د بازارک ښار په مرکزکې رامنځته شوه.
د پنجشير ولايت د ترافيکو آمر محمد هاشم سعادت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته وشوه چې د پوليسو يو موټر له يو موټر سايکل سره ټکر وکړ چې له امله يې دوه تنه چې په موټر سايکل سپاره وو؛ ووژل شول.
سعادت د دغې پيښې د رامنځته کيدو سبب د پوليسو د موټر د چلوونکى ګړنديتوب وباله او ويې ويل چې د دغه موټر د سپرليو چلوونکى ته زيان نه دى اوښتى.
د ترافيکو آمر وويل چې د پوليسو دغه موټر چلوونکى اوس د پوليسو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته