سیاست

په موقتي ډول د نا تو د تدارکا تي لارى تړل کيدل په يوې بلى پلمى سره يو بل هدف

کابلباختر دزمري ٧ مـــــه

پا کستان يوځل بيا افغا نستان ته د نا تو تدارکا تي لاره و تړله .داځل پاکستان امنيتي دليلو نه وړا ندې کړى دى

دباختر ا ژانس دخبر له مخې : له پا کستان څخه د افغا نستان پر لور د ناتو دځوا کو نو تدارکا تي لاره له دوو ورځو را په ديخوا بيا تړل شوى دي.

دپا کستان دولت له هغه وروسته پردي کارتصميم ونيوه چې په قبايلي سيمو کې تندلارو چې د تدارکاتو ستره برخه لري ګواښ و کړ چې د نا تو دځوا کو نو  په اکمالا تي لاريو بريد کوي

 د تيري شنبې په ورځ ياغى طالبانو په همدې لاره کې پر يوه اکمالا تي کاروان په بريد سره يو چلوونکى يې وواژه او کلينر يي ټپي کړ.

دخيبر _پښتو نخوا سيمه ييز حکومت له دې پيښې وروسته  اعلام وکړ چې د نا تو تدارکا تي لاره به د مرکزي حکومت تر تصميم پورې چې يو قوي امنيتي ضمانت ولري ، تړ لې وې ، ځکه پر تدارکا تي لاريو دياغيا نو د بريدو نو په وخت کې هيڅ داسي تضمين نشته چې ملکي و ګړو ته زيان نه رسيږي

امنيتي کار پو ها ن په دي باور دي چې دپشتو نخوا دسيمه ييز حکومت تصميم زيا تره د پا کستان دسياسي او مذهبي کړيو د فشار زيږنده دى چې دپا کستان ددفاع په نا مه يي شورا يې جوړه کړى ده

داستو نزه يواځې په سرحدي ايالت کې نه ده . دپاکستان ددفاع شورا چې له مولوى سميع الحق څخه نيو لى ترمولا نا فضل الرحمن پورې چې دي د طالبانو پلار په تو ګه ياديږي ډيري بنسټ پالى څيرى پکى شته  ديوه موټر چلوونکى وژل کيدل د تدارکا تي لارى  د تړل کيدو لپاره يواځې يوه پلمه ده په د اسي حال کې چې له کرا چى ، کويټې او چمن  څخه  د نا تو اکمالا تي  لاره تر کلکې امنيتي څارنې لا ندې ده او له دې لارى به د اکمالا توبهير دوام و کړى

 په داسي حال کې چې دخيبر _پشتو نخوا په سيمو کې امنيتې څارنه نشته . سياسي کار پو هان په دې با ور دي چې د تور خم لاره چې اوس تړل شوى ده دچمن او بولدک په نسبت ډيره لنډه لاره ده ، پا کستان د تورخم د لارى په تړلو سره غوا ړى يوځل بيا دلو ژستيکى ليږدونو د بهير دګډوډولو په لاره کې له خپل نفوذ څخه کاروا خلى او زيات امتياز تر لاسه کړى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته