کابل / دچنګاښ ٧مه / باختر:
٢ ځانمرګي بريدګر په فراه کې دامنيتي ځواکونو په ډزوکې ووژل شول .
په دغو يرغلګرو تېره شپه هغه وخت دپوځيانو له خوا بريد وشو چې په بالابلوک ولسوالۍ کې يې په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ .
دهېواد په لويديځ کې دظفر قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دپوځيانو په دغو ډزو کې دوه تنه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول . وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ