کابل- باختر دسلواغي اتلسمه:
دکونړ ولايت د استيناف محکمې يو تن په شپاړس کاله بند محکوم کړ .
ويل کيږي محمدحبيب چې شل کلن دى؛ اووه مياشتې مخکې د فيض محمد په نامه يو ښوونکى دکونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ په خيراباد ساحه کې دشخصي دښمني له امله وژلى و .
دکونړ ولايت داستيناف محکمې رييس قاضي محمد اشرف امين باختر اژانس ته وويل: د دوسيې په څيړنې او د څارنوال او د مدافع وکيل د دلايلو په پام کې نيولوسره دغه سړى په شپاړس کاله بند محکوم شو .
تورن دمحکمې پريکړه عادلانه ونه بلله او د دريمې محکمې غوښتنه يې وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ