امنیت

دغزني ښار په مرکز کې يوه چاودنه وشوه

کابل باختر دمرغومي دويمه
په غزني ولايت کې نن په يوه چاودنه کې ديوې ميرمنې او دملي امنيت داداري ديوکارکوونکې په ګډون څلور تنه ټپيان شول .
دغزني دوالي ويندوي فضل احمد سباوون باختر اژانس ته وويل دغه پيښه نن له غرمې  مخکې ديوولسو بجو په شاوخوا کې  دغزني ښار دمرکز سبو مارکېت ته څيرمه په يو بايسکل کې ديو ايښودل شوي ماين دچاودنې له امله رامنځته شوه او څلورتنه يې ټپيان کړل .
يو عيني شاهد دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دپيښې په ټپيانو کې دغزني ښار دملي امنيت دلومړۍ حوزي يو منسوب هم شامل دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته