کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
په بغلان کې نن دڅه د پاسه ٣٢ کيلومتره سړک د پخولو کار پيل شو .
د بغلان د ده صلاح ولسوال فيض محمد اميري د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه سړک دڅه دپاسه ٣٢کيلومتره په اوږدوالي او دلسو مترو په سور د ده صلاح ولسوالۍ له مرکز څخه د دې ولسوالۍ د شهشان او قاصانو تر کلي پورې د فوايد عامې رياست د ملي پروګرام له خوا د ٩٢٥ ميليونو افغانيو په لګښت په شپږو مياشتوکې پخيږي.
هغه زياته کړه چې د دغه سړک له پخولو مخکې څو پلونه او پلګوټي، سيلبرونه او استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
پاى سعيدهذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ