سیاستخبرونه

متقي: نوی حکومت هڅه کوي چې د بهر مېشتو افغانانو له وړتیاوو د هېواد د لا پرمختګ لپاره استفاده وکړي

 کابل / د کب ۱۵ مه / باختر

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له بهر مېشتو افغان متخصیصینو، سوداګرو او د اسلامي دعوتي ټولنو له یو شمېر مېرمنو سره وکتل.

په دې کتنه کې د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت، تعلیمي بهیر، د بهر مېشتو افغان کادرونو له وړتیاوو څخه د لازمې استفادې او له نوي حکومت سره د راغلو مثبتو بدلونونو پر اهمیت خبرې وشوې.

د غونډې برخوالو د اسلامي حکومت د راتګ مبارکي وویله او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د اسلامي دعوتي ټولنو غړو مېرمنو د نوي اسلامي حکومت تګلاره او کړنلاره  د افغان مېرمنو لپاره غوره وبللې او د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې ورکول شوې قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې. هغوی ژمنه وکړه چې د اسلامي دعوت له لارې به د ټولنې د اصلاح لپاره هلې ځلې کوي.

په همدې حال کې ښاغلي متقي له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې له نوي اسلامي حکومت سره د زړه له تله خواږي لري او زیاته یې کړه چې نوی حکومت په دې هڅه کې دی چې څرنګه وکولای شي هېواد پر ځان بسیا او له اړتیا وژغورل شي او د سیمي د اقتصاد او اتصال پر مرکز بدل شي.

متقي وویل چې نوی حکومت هڅه کوي چې د بهر مېشتو افغانانو له وړتیاوو د هېواد د لا پرمختګ لپاره استفاده وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته