برلين – نيوزنو– باختر د ثور دمياشتې ٧
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما وايي چې په وارسا کې د ناټو د سازمان په راتلوونکو غونډوکې به د دغه تړون د غړو هېوادونو له مشرانو څخه وغواړي چې د افغانستان په امنيت کې خپل مسووليت په بشپړه توګه ترسره کړي .
دغه ټکى بارک اوباما پرون د جرمني په هانوفر ښارکې د خپلې وينا په بهيرکې په بيان کړ او ويې ويل: موږ د روان کال په دوبي کې د ناټو غونډه په وارسا کې جوړوو او زه به ټينګار وکړم چې موږ ټولو ته لازمه ده چې په ګډه او په متحد ډول په افغانستان کې خپل مسووليت ادا کړو. په دې مانا چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ چې د خپلو امنيتي ځواکونو په جوړولوکې بوخت دي او د بنسټپالنې او تاوتريخوالي په وړاندې مبارزه کوي؛ ودريږو.
بارک اوباما په داسې حال کې په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو په همکارۍ ټينګار کوي چې ټاکل شوې ده په روان کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون د څرنګوالي په باب تصميم ونيسي.
0 1 دقیقه لوستل