ټولنه

د طوران دکلي اوسيدونکي دڅښاک داوبو دکمښت له ستونزې سره مخامخ دي .

کابل باختر دثور ٢٣

  دبغلان ولايت ددهنه غوري  ولسوالۍ د طوران دکلي دبيلابيلو ساحو اوسيدونکي دخپلې اړتيا وړ اوبه ددغه کلي له لس کيلومتري واټن څخه برابروي .

 ددهنه غوري ولسوالۍ دطوران دکلي يو تن اوسيدونکي ملا محمود  ددغه تکي د څرګندونو په ترڅ کې وويل تيره اوونۍ دسيلاونو دراوتلو له امله داوبو دزيرمو او اوبو رسولو  له شبکوسره  مرکز ته څيرمه  دلسو کليو   ټول سړکونه داستوګنې په  لسګونو کورونه اوزموږ يوه اندازه  زراعتي ځمکې له منځه تللي دي .

  دده دڅرګندونو له مخې، دسيلاونو دراوتلو زياتې ستونزې  په تيره  بيا د څښاک اوبو دکمښت اوسړکونو په برخو کې رامنځته کړي دي چې همدا اوس  دخپلې اړتيا وړ اوبه دخروپه واسطه دکلي له لس کيلومتري واټن څخه برابرو .

 ددغې ولسوالۍ  دصياد دکلي يو تن اوسيدونکي عبدالفتاح وويل دسيلاو دراوتلو څخه ددوو اوونيو په  تيريدو سره  افغاني سري مياشتې له ټولنې پرته  کومې  بلې موسسه او ارګان موږ مرسته نه ده کړې .

 ددهنه غوري ولسوال خان زاده دسيلاو ځپلو کليو دستونزو دتاييدولو په ترڅ کې زياته  کړه، ددوو سکواترونو څخه په استفادې سره   دسړکونو دپاکولو کار پيل او ددغو کليو داوسيدونکو اړتياوړ اوبو د ستونزې دلري کولو په  برخه کې به اقدامات وکړو .

 ده زياته کړه که چيري دڅښاک داوبو د برابرولو  په برخه کې اقدام ونه کړو  باور لرو چې دهوا دتودوخي او دڅښاک دروغتيايي اوبو دنشتوالي له امله دانتاني ناروغيو خپريدل به زيات شي .

  دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس ديپلوم انجنير شفيق احمد علميار  ډاډ ورکړ دمصيبت ځپلو کليو داړتياو اوبه به له دوو ټانکرونو څخه په استفادې سره چې دتګ راتګ امکانات  موجود و ي وليږدوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته