امنیت

په ننګرهار کې په نوي هوايي بريد کې دداعش دپنځلسو غړو وژل .

کابل باختر د ثور لسمه :
په ننګرهار ولايت کې دبهرنيو ځواکونو په نوي هوايي بريد کې دداعش پنځلس غړي ووژل شول .
  په دغو داعشيانو تيره شپه  دهسکې مينې ولسوالۍ دنرې اوبه په کلي کې  بريد وشو .
دننګرهار دوالي وياند عطالله  خوږياني  باختراژانس ته خبر ورکړ په دې هوايي بريد کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په داعشيانو د هسکې مينې ولسوالۍ په يوه پټنځى کې بريد وشو .
  دننګرهار دوالي وياند وايي دغه بريد دناتو دبې پيلوټه  الوتکې په واسطه شوې دى .
ويل کيږي په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته