کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
د سنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار نن په داسې حال کې چې دفراه ولايت سناتور ګل احمداعظمي اويو شمير نور سناتوران هم حاضر و د فراه له والي محمد عمر شير زاد سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د فراه والي په دغه ولايت کې د روانو حالاتو ، دپرمختيايي پروګرامونو دتطبيق ، امنيت، پوهنې ، عامې روغتيا، بيارغاونې او دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په مقصد د ښو امنيتي تدبيرونو په باب معلومات وړاندې کړل.
دمشرانو جرګې لومړي نايب دمحمد عمر شيرزاد دکړنو دستاينې په ترڅ کې د خپل راتلونکې ملي مشر د ټاکنې په خاطر دخلکو رول ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه د دغه ولايت مسولين د خلکو د پوهاوي او دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په بهير کې د خلکو د فعال ګډون په خاطر لازمې آسانتياوې برابرې او تدبيرونه ونيسي او دغه راز ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې دټولګيو پروژو دتطبيق په برخه کې به د مشرانو جرګې د اړوندو کميسيونونو له لارې اقدام وکړى.
0 1 دقیقه لوستل