اقتصاد

د اروپا اتحاديه يو اعشاريه څلور مليارده يورو د افغانستان په واک کې ورکوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د اروپا اتحاديې تر ٢٠٢٠ م کال پورې له افغانستان سره د يو اعشاريه څلور ملياردو يورو مالي مرسته اعلام کړه چې له هغې څخه به د کرنې ، عامې روغتيا، د کليو د پرمختيا او د  ديموکراسۍ د  عامولو په ګډون په پرمختيايي برخوکې کار واخستل شي.
دباختر آژانس د خبرله مخې: د ماليې وزارت سرپرست او د جمهوري رياست اقتصادي سلاکار ډاکتر عمر زاخيلوال د دغې مرستې تفاهم ليک د اروپا د اتحاديې له کميشنر(( اندرسن پي يي مالکز)) سره په واشنګټن کې د نړيوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق دکلنې کنفرانس ترڅنګ لاسليک کړ.
د اروپا د اتحاديې کميسيون اعلام وکړ چې دغه اتحاديه په حياتي برخوکې له افغانستان سره د يو اعشاريه څلور ملياردو يورو په مرستې سره دکرنې ، عامې روغتيا ، دکليو د پرمختيا او د ديموکراسۍ د تحقق او د نورو برخو په ګډون چې د افغانستان د خلکو په ټولنيز ژوندانه کې به کيفي اغيزې ولري؛ د ټولنيز ثبات د ودې په کارکې تر ٢٠٢٠ م کال پورې له افغانستان سره دغې مرستې ته دوام ورکړي.
دغه راز د اروپا د اتحاديې کميشنر د دغه قرار داد د لاسليک کولو په وخت کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو هرکلى وکړ او ويې ويل چې د اروپا اتحاديه د افغانستان په ټولو برخو کې اصلاحاتو ته سترګې پرلاره ده .
اندرسن اعلام وکړ چې دغه اتحاديه دافغانستان د اصلاحاتو لپاره په سلو کې شل خپله فيصدي ونډه ساتي.
د اروپا د اتحاديې د مسوولينو د څرګندونو له مخې :  د دغې اتحاديې له وروستۍ مرستې څخه به ٣٣٧ مليونه يورو د کرنې او د کليو د پرمختيا په برخه کې، ٢٧٤ مليونه يورو د عامې روغتيا په برخه کې، ٣١٩ مليونه يورو دپوليسو دبياجوړولو او د قانون د واکمنۍد پياوړتيا په برخه کې ،٣٦٣ مليونه يورو د ديموکراتيکو بنسټونو دپياوړتيا او نوره يې په نورو ټولنيزو برخوکې ولګول شي.
د اروپا په اتحاديه کې ١٨ اروپايي هيوادونه شامل دي چې کال په کال يې په افغانستان کې د بنسټونو په جوړولو کې اغيزمنې مرستې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته