کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
د قندهار ولايت د پوليسو ځواکونو دوه سوه اووه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او
ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي
توکي پرون دقندهار ښار ددرېمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې په يو ټيلري موټر
کې د لټونې په وخت کې ترلاسه شول .
ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى او د پوليسو تحققات دوام لري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ